ميدان وردګو کې د مڼې ګل دوديزه کلنۍ مشاعره تر سره شوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۰:۶
ششش

جمعه ( ۲۸ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مڼې ګل دوه ويشتمه کلنۍ دوديزه مشاعره د ياد ولايت د نرخ ولسوالۍ د صدمردې په ښکلې دره کې تر سره شوه.
 مشاعره کې  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزيزي، د چارو ادارې لوی رییس شيخ نورالحق انور،  دلوړو زده کړو وزارت علمي معين مولوي لطف الله خيرخوا، د ميدان وردګو والي قاري بختيار معاذ، د ولایتي ادارې ملکي او نظامي مسؤلینو، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه شاعرانو، ليکوالانو او محلي خلکو ګډون کړی وو.
د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبيب الله مجاهد راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د مڼې ګل مشاعرې کې د ګډون له امله له دوی مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ د مڼې ګل مشاعره یې د لري پرتو سيمو د اوسيدونکو د خوښۍ، یوالي او باور فضا د لا ټينګښت په موخه په صدمردې سيمه کې جوړه کړې.
همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزيزي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو له هڅو مننه وکړه او شاعرانو، نعت ويونکو، او ليکوالانو ته یې د ښه راغلاست ويلو تر څنګ په تېر شل کلن جهاد کې د اشغالګرو په مقابل کې د دوی له فکري مبارزې  قدرداني وکړه، د نوموړي په وينا؛ په دغه شان لويو غونډو او مشاعرو  کې د ولس پراخ ګډون له اسلامي امارت سره د ولس بې کچې مینه او خواخوږي څرګندوي.
په یاده مشاعره کې د هېواد پياوړو شاعرانو، نعت خوانانو ، ليکوالانو ، د ادب او کلتور مينوالو خپل شعرونه او نظمونه د مشاعرې له ګډونوالو سره شريک کړل.
د یادولو وړ ده چې د ا.ا. په راتګ سره په ميدان وردګو ولایت کې د مڼې ګل کلنۍ دوديزه مشاعره د دغه ولایت په ولسوالیو کې تر سره کيږي، چې هر کال زرګونه خلک په ډېر شوق او علاقه پکې ګډون کوي.

۱۴۰۳/۴/۱۵ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۵ میلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS