محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ولايتي رياستونو د ستونزو پرحل ټينګار وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير د اطلاعاتو او فرهنګ د ولايتي رياستونو د ستونزو پرحل ټينګار وکړ.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فاروق الله عظيمي په تخار کې د فرهنګي اوونۍ په ترسره کولو کې د وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه، د خپلو کارونو او پروګرامونو په اړه یې محمد طاهر زهیر ته رپوټ وړاندې کړ او د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ستونزو او ننګونو په حل کې یې د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د سيمه ييز موزيم جوړول، د آبدو ترميمول او په ولسواليو کې د سيمه ييزو کتابتونونو جوړول يوه اړتيا وبلله او د وزارت له مقام څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير، تخار له مهمو فرهنګي او لرغونو ولايتونو څخه وباله او ويې ويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ژمن دی چې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي او هڅه کوي چې د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو ستونزې حل کړي.
کابل /دتلي ٢٣مه /باختر
