محمد طاهر زهیر، د متحده عربي اماراتو د فرهنګ او تعلیماتو د پراختیا له وزیرې، نورا الکعبي، سره د ویډیویی کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

moic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۱:۰
vc

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر، محمد طاهر زهیر، د متحده عربي اماراتو د فرهنګ او تعلیماتو د پراختیا له وزیرې، نورا الکعبي، سره د ویډیویی کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دغه کنفرانس کې د دواړو دوستو هیوادونو د فرهنګ د وزیراتو تر څنګ، په دوبۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جنرال کونسل، مسعود احمد عزیزي، په ابوظبي کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر، احمد سیر داوودزي، د اماراتو د فرهنګ و تعلیماتو د پراختیا وزارت مرستیال، مبارک علي، او په اماراتو کې فرهنګي اتشې، محمد صدیق امرخیل هم ګډون کړی وو.

په دغه کنفرانس کې په لومړي سر کې په دوبۍ کې د افغانستان جنرال کونسل، مسعود احمد عزیزي، د کنفرانس ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ ، متحده عربي امارات د افغانو دوهم کور یاد کړ او د دې کنفرانس د جوړیدو، د شالید او هیله بښونکو پایله باندې هم رڼا واچوله.

له هغه وروسته، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، محمد طاهر زهیر، خبرې وکړې، نوموړي وویل، زه نن ډیر خوښ یم چې، د دوست هیواد متحده عربي اماراتو له وزیرې سره د ویډیویی کنفرانس له لارې د لومړي ځل لپاره خبرې کوم، لکه څنګه چې څرګنده ده افغانستان او اماراتو د دوه دوستو هیوادونو په توګه، د متقابل درناوي په لرلو سره له یو بل سره نیکې، ښې او دوستانه اړیکې لري. د هغه په وینا، مونږ له اماراتو سره ډیر ګډ ارزښتونه لرو چې اسلامي فرهنګ د دغو ټولو ارزښتو په سر کې راځي او پرې ویاړو.

محمد طاهر زهیر څرګنده کړه چې متحده عربي اماراتو د نړۍ د فرهنګي مرکز په توګه راڅرګند شوی دی، او د څه باندې ۲۰۰ نورو هیوادونو د وګړو تر څنګ کابو ۱۳۰ زره افغانان هم هلته ژوند کوي او هیله لرو چې د افغانستان او اماراتو فرهنګي اړیکې لا نورې پیاوړې او تقویه شي د همدې لپاره هیله لرو چې هر کال د افغانستان او ماراتو تر منځ ګډه فرهنګي اونۍ په پراخه کچه او شانداره توګه په دواړو هیوادونو کې ولمانځل شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر همدا شان څرګنده کړه چې بله هیله مو دا ده چې په اماراتو کې میشتو افغانستان ته د نورو فرهنګي آسانتیاوو تر څنګ د جوماتو، فرهنګي مرکزونو او هدیرو د جوړولو په برخه کې هم همکاري وشي، زهیر همدا شان له اماراتو څخه هیله وکړه چې د افغان ځوانانو د تعلیمې، ټولنیز او فرهنګي اړتیاوو په برخه کې امارات مرسته وکړي. په اخر کې طاهر زهیر، د دواړو هیوادونو تل پاتې دوستۍ د دوام هیله وښوده او څرګنده یی کړه چې امارات د افغانستان د فرهنګ د پراختیا او معرفي په برخه کې د فرهنګي دهلیز اهمیت لري.

له هغه وروسته د متحده عربي امارات د فرهنګ او تعلیم د پراختیا وزیرې، نورا الکعبي خبرې وکړې، نوموړې، د دې کنفرانس د جوړیدو له امله خوښي وښوده او وې ویل، امارات او افغانستان رښتیا هم د نورو برخو تر څنګ له فرهنګي پلوه هم پیاوړې اړیکې لري او افغانستان له فرهنګي لحاظه یو غني هیواد دی چې د نړۍ په کچه یی بیلګې موجودې دي.

الکعبې څرګنده کړه چې ویاړي چې له افغانستان سره د فرهنګ د پراختیا، په برخه کې کار کوي، تر څنګ یی ژمنه وکړه چې امارات چمتوی دی چې له افغانستان په بیلابیلو فرهنګي برخو کې همکاري وکړي. د اماراتو د فرهنګ وزیرې، ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان او اماراتو تر منځ د ګډې فرهنګي ورځې د مشخص کولو او لمانځلو لپاره موافقه ده او تر څنګ یی د خپل وزارت مرستیال، مبارک علي ته دنده وسپارله چې په دې برخه کې په دوبۍ کې د افغانستان له جنرال کونسل، مسعود احمد عزیزي او فرهنګي اتشې، محمد صدیق امرخیل، سره د فرهنګي موضوعاتو پرمختګ تعقیب کړي.

مبارک علي، ژمنه وکړه چې د افغانستان او اماراتو تر منځ د ګډې فرهنګي ورځې، په اماراتي رسنیو کې د افغانستان د ملي ژبو یو ځای کولو، د فرهنګي فعالیتونو د تبادلې او نورو برخو کې په اماراتو کې له مسعود عزیزي او ټیم سره یی دغه نورې غونډې ونیسي او موضوعات به ورسره تعقیب کړي.

په آخر کې په ابوظبي کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر، احمد سیر داوودزي، په اماراتي رسنیو کې د افغانستان د ملي ژبو د ځای پر ځای کولو هیله وکړه چې د اماراتي لوري ومنل شوه او ژمنه وشوه چې دغه موضوع به په پام کې نیسي. الکعبي همدارنګه، د نورو فعالیتونو تر څنګ د قالینو د صنعت په برخه کې د اماراتو په یو معتبره شرکت کې د افغانانو د فعالیت او خدمت په اړوند معلومات وړاندې کړل او ستاینه یی وکړه.

ننی کنفرانس د روان کال،د جون په ۱۱ مه نیټه په دوبۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جنرال کونسل مسعود احمد عزيزي او د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير، والا حضرت شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان تر منځ د ویډیویی کنفرانس او خبرو پایله وه.

په هغه کنفرانس د افغانستان جنرال کونسل، مسعود احمد عزیزي، د نورو موضوعاتو تر څنګ له اماراتو څخه هیله څرګنده کړې وه چې د دواړو هیوادونو د فرهنګ د پراختیا او ګډو ارزښتونو د پاللو په پار دې د افغانستان د اماراتو تر منځ یوه ګډه فرهنګي ورځ مشخصه او هر کال دې په پراخه کچه ولمانځل شي. له نيکمرغه دغه غوښتنه د متحده عربي اماراتو لخوا ومنل شوه او په دي اړه.

دا چې په متحده عربي اماراتو د څه باندې ۲۰۰ هیوادونو وګړي ژوند کوي، او د نړۍ د یو فرهنګي او تجارتي مرکز په توګه یادیږي د همدې لپاره د اهمیت وړ ده او د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره تر ټولو فرصت دې چې خپل کلتور د متحده عربي اماراتو په شان هيواد کې چې په سلګونو هیوادونو وګړي ورته رازي، نندارې ته وړاندي کړي، په دې سره به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ملګرتیا نوره پیاوړې شي.

ورپسې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، محمد طاهر زهیر، د دواړو دوستو هیوادونو تر منځ د فرهنګي اړیکو په پیاوړتیا او په بیلابیلو فرهنګي چارو کې په همکاري ټینګار وکړ. په آخر کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې دغه شان کنفرانسونه او ملاقاتونه به دوام ولري.

په اخر کې په دوبۍ کې د افغانستان د جنرال کونسل، امارات د افغانستان یو دوست او ورور هیواد وباله او د اماراتو د فرهنګ او تعلیم د پراختیا له وزیرې او ټیم څخه یی مننه وکړه چې د افغانستان د فرهنګي پراختیا ته پاملرنه کوي. تر څنګ عزیزي، په اماراتو کې د افغانستان له فرهنګي اتشې، محمد صدیق امرخیل څخه د زړه تله مننه وکړه چې په اماراتو کې یی فرهنګي او تحصیلي موضوعاتو ته ډیر کار کړی او د دغه کنفرانس په جوړولو، همغږي کولو او موضوعاتو د تعقیب په برخه کې یی نه ستړې کیدونکې هڅې کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۲۲
Background image

روانه مياشت کې د هرات له موزيم او آرشيف څخه دوه نيم زره نفرو ليدنه کړې ده

پنجشنبه (۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د موزيم مدير نورزی وايي: په روانه مياشت کې د موزيم او آرشيف د ليدونکو شمېر کې د پام وړ ډيروالی راغلی دی، چې د تېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۴۳
Background image

روسي سيلانيانو پنجشېر ولايت ته سفر وکړ

چهارشنبه (۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) يو ډله روسي سيلانيانو پنجشېر ولايت ته د د تاريخي، تفريحي او لرغونو ځايونو د ليدو په موخه سفر وکړ او د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره يې د نوموړي په کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۳۷
Background image

سرپل ولايت ته د تلونکو سيلانيانو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی

چهارشنبه (۸ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: دې ولايت کې د طبيعي سرسبزۍ، سياحتي جاذبو او ډاډمن امنيت په تامينيدو سره د سيلانيانو په شمېر کې هم. . .

BACK TO NEWS