محمد طاهر زهير: د باميانو لرغونې ساحې جدي بيا رغاونې ته اړتيا لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۰:۱۴
محمد طاهر زهير: د باميانو لرغونې ساحې جدي بيا رغاونې ته اړتيا لري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير نن د بريټانيا د مهارتونو او پرمختيا له پخواني وزير روري استورات سره په داسې حال کې  چې د فيروزکوه بنسټ رييس هم حاضر و، وکتل.
په دې کتنه کې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د فيروزکوه بنسټ له لوري د لرغونو ساحو له بيا رغاونې سره لیوالتیا وښوده او  په ټولو برخو کې یې له دغه بنسټ سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هر راز همکاري ژمنه  وکړه .
دغه راز په دې کتنه کې  د باميانو د تاريخي ساحو پر  بيا رغاونې هم خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير وويل چې باميان د افغانستان يو تاريخي ښار دى چې تاريخې سيمې او زيات کاروان سرايونه هلته شتون لري.
ده دغه  راز څرګنده کړه چې باميان د بوديزم د پيروانو لپاره هم ځانګړى ارزښت لري.
د جاپان، کوريا او سريلانکا خلک مينه وال دي چې د دغه ولايت لرغونې ساحې په تېره بيا  د بودا مجسمې  چې د دوى د پلرونو او نيکونو يادګار دى وګوري.
د دغو ساحو ترميم  او بيا رغاونه يو ضروري کار دى او تمويلولو ته اړتيالري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز وويل؛ ١٨٠٠ کاله مخکې چې  بوديزم د پرمختګ په  حال کې و  په هغه وخت کې  د بوديزم د لارویانو کنګره هرکال په باميانو کې ترسره کېده.
هغه زياته کړه:  اوس هم  دغه ظرفيت لرو چې د بوديزم لارویان زموږ هېواد ته راشي  او لرغونې ساحې او په تېره بيا په باميانو کې  د بودا مجسمې وګوري.
په دې کتنه کې د فيروز کوه بنسټ رييس وړانديز وکړ چې  د کارونو او پروګرامونو د ښې څېړنې او اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره د فيروز کوه بنسټ يوه څانګه په باميانو کې  جوړه شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغې څانګې  له جوړولو سره موافقه وکړه او د هڅونې په موخه یې وويل:  فيروز کوه بنسټ د دغې څانګې د  جوړولو لپاره کولاى شي د باميانو له شش پل  کاروان سرايونو  ګټه واخلي.
په دې کتنه کې  دغه راز  د بريټانيا د مهارتونو او پرمختيا پخواني وزير وويل: چې د باميانو د لرغونو ساحو د بيا رغاونې د کار د پرمخ بيولو لپاره  اړینه ده چې  له اړوندو  بنسټونو سره په ستراتيژيکي همغږۍ کې ماستر پلان چمتو شي  چې د هغه له مخې  د دغه ولايت  په لرغونو ساحو کې د خپل سرو ودانيو د جوړولو مخه ونيول شي.
محمدطاهر زهير د دغه ټکي په بيانولو سره چې په باميانو کې د خپل مسووليت په دوره کې یې په دغو ساحو کې د هر راز خپل سرو ودانيو د جوړولو مخه نيولې ده  او د خپل سرو ودانيو  د جوړولو پرمخنيوي يې  ټينګار وکړ.
د کتنې په دوام د بريټانيا د مهارتونو پخواني وزير وويل  په پام کې لري چې په باميانو کې  د غالۍ اوبدلو يو سمباله فابريکه جوړه شي چې له ٦٠ څخه تر ٧٠ پورې ښځو ته کاري ظرفيت ولري او د باميانو د ښځو لاسي صنايع په تېره بيا د باميانوغالۍ  چې ښه کيفيت لري، وساتل شي.
کابل/ د تلې٢٣مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS