محمد طاهر زهير د الياس داعي په نمانځغونډه کې: خبريالان په حقيقت کې د خلکو ژمن ويندويان دي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۳:۳۶
محمد طاهر زهير د الياس داعي په نمانځغونډه کې: خبريالان په حقيقت کې د خلکو ژمن ويندويان دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د آزادۍ راډيو د خبريال الياس داعي په ياد چې څه موده وړاندې په هلمند کې شهيد شو، نن يوه غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د آزادۍ راډيو خبريال الياس داعي د روان کال د لړم په ١٢ مه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د هغه د سپرلۍ په موټر کې د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې په پايله کې شهيد شو.
دغه غونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پلاوي، د ملي شورا د يوشمېر غړیو، دولتي مسوولينو او د رسيزو فعالانو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ټولو شهيدانو، رسنيزو شهيدانو په تېره بيا د شهيد الياس داعي روح ته دعا وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د هېواد او خلکو دښمنانو د هېواد پر پېښو د خبر د خپرولو په جرم د الياس داعي ژوند واخیست. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې په هېواد کې د خبريالانو، رسنيو او د رسنيو د کارکوونکو رول، مقام او دریځ دومره لوړ او مهم دى چې هېڅوک له هغه څخه انکار نه شي کولى. هغه زياته کړه چې خبريالان مقدس رسالت او لوړ مقام لري، له همدې امله د خلکو ترمنځ ځانګړی ارزښت لري او په حقيقت کې د افغانستان د خلکو ژمن ويندويان دي.
محمد طاهر زهير څرګنده کړه چې خبريالان او رسنۍ د دموکراسۍ او ولسواکۍ په ټينګښت او د فساد په مخنيوي کې ځانګړی رول لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم ځان مسوول بولي چې د خبريالانو د مقام، دریځ او حقوقو په ساتنه کې تل هلې ځلې وکړي او په ټولو برخو کې د قانون په رڼا کې یې د رسنيو او خبريالانو ملاتړ کړى دى او په راتلونکي کې هم د دوی ملاتړ کوي.
دغه راز په دې غونډه کې د جمهوري رياست د وياند مرستيال دوا خان مينه پال هم په خبرو کې په هېواد کې د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنيو رول مهم وباله او د الياس داعي د شهادت د قضيې د څېړنې او محکمې ته پر هغه د بريد د عاملانو د سپارلو په برخه کې یې د حکومت د اقداماتو ډاډ ورکړ.
په همدې ترتيب په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام ولي افغان، د ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټې په استازيتوب صديق الله توحيدي، د خبريالانو له فدراسيون څخه عزيز احمد تسل او د هلمند د خبريالانو اتحاديې مسوول زين الله ستانکزي په وار سره خبرې وکړې.
هغوى سره له دې چې د خبريالانو وژل یې ناروا عمل وباله، له حکومت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او له آزادۍ راډيو څخه يې وغوښتل چې د رسنیزو شهيدانو او د شهيد الياس داعي د کورنیو ملاتړ وکړي. دغه راز دوى ټينګار وکړ چې د الياس داعي د شهادت عاملين وپېژني او سزا ورکړي.

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱۰
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د کمپیوټر او ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د بلدتیا په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده‌کوونکو ته د کمپیوټر او ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د بلدتیا په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۶
Background image

بامیانو کې د هنري اثارو دوه ورځنی نندارتون او سیالۍ پیل شوه

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په فرهنګي مرکز کې د هنري اثارو دوه ورځنی نندارتون او سیالي پیل شوه.
دغه سیالۍ او نندارتون د نقاشۍ، خطاطۍ، حکاکۍ، میناتورۍ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۵۸
Background image

پروان کې د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د کتابونو نندارتون ترسره شو

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون له لوري د مطالعې او کیسې لوستنې د فرهنګ د ودې په موخه، د کتابونو نندارتون او د ماشومانو ترمنځ د کیسې لوستنې سیالۍ ترسره شوه.
د فرهنګ. . .

BACK TO NEWS