محمد طاهر زهير :دلرغونو اثارو ساتنه ملي پيوستون ته اړتيا لري .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست دهېواد دولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ له يوشمېر رييسانو سره نن انلاين غونډه وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې غونډه کې دبدخشان ، بغلان ، کندز ، تخار ، او دنورستان دولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو دخپلو کارونو رپوټ داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ته وړاندې کړ .
هغوى دپرمختيايي بودجې دزياتوالي او په دغو ولايتونوکې دلرغونو اثارو دترميمولو دپرمختيايي پروژو دزياتوالي غوښتنه وکړه .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير ټينګار وکړ چې ولايتونو ته زياته پاملرنه کېږي .او دلرغونو اثارو ساتنه ملي پيوستون ته اړتيا لري .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست داطﻻعاتواوفرهنګ رييسانو ته لارښوونه وکړه چې دفرهنګي او دټولنيزو شخصيتونو دکارونو قدرداني وکړي
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل چې يوطرز العمل دې جوړ شي چې دهغه له مخې، په ولايتونوکې ټول لرغونې اثار او طبعيي منظرې ثبتې شي

