محمد طاهر زهير داطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو دبرخې کارونه وڅېړل

moic_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۶:۱۸
nasharat

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن ددغه وزارت دخپرونو دبرخې له مسوولينوسره په غونډه کې ددغې برخې کارونه وڅېړل.

په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين عبدالمنان شيواي شرق هم حاضر و ، دباختراژانس رييس نجيب الله شينواري ، ددولتي ورځپانو رييس فريد احمد فرهنګ، د رسنيوپر خپرولو دڅارنې رييس سيد جعفر راستين او د دغه وزارت دخپرونودبرخې يوشمېر مسوولينو په وار سره دخپلو اړوندو برخو دکارونو برياليتوبونو پروګرامونو او ستونزو په باب معلومات ورکړل.

دغو رييسانو دتشکيل، بودجې، او د دفترونو لپاره دمناسب ځاى دنشتوالي او دامکاناتو او وسايلو دکمښت له پلوه دخپلو چارو دلارې پرسر ستونزې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې.

دغه راز دوى په دې ترڅ کې چې دولتي رسنيو ته دلوړ رتبه دولتي مسوولينو دملاتړ او جدي پاملرنې غوښتنه وکړه دچارو دښه والي او دموجودو ستونزو دحل کولو په مقصد خپلې طرحې نظريې او پيشنهادونه هم وړاندې کړل
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ددغه وزارت دخپرونودبرخې کارونه وستايل او په ټولو هېوادونوکې دولتي رسنى معتبرې رسنى وبللې.

هغه دغه راز دموجودو ستونزو دحل کولو په خاطر دهمکارى ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS