محمدطاهر زهير : په هېواد کې دفرهنګي حالت دښه والي لپاره دقيق پروګرام جوړولو سم مديريت اودوامدارو هلوځلوته اړتيا ده

moic_admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۴ - ۱۹:۳۳
محمد طاهر زهیر

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست اونوماند محمدطاهر زهير نن ددغه وزارت دفرهنګي برخې له مسوولينو سره په غونډه کې په فرهنګي برخه کې په پرله پسې اودوامدارو هلوځلو ټينګاروکړ.

په دې غونډه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنر معين پوهاندمحمد رسول باوري هم حاضر و، دافغان فلم، ملي ارشيف، دخلکودفرهنګ،عامه کتابتونونو ،تاريخي ابداتو،لرغونپوهنې، هنرستان، ملي تياتر، موسيقۍ ،اودملي موزيم رييسانو هم په وار سره دخپلوبرياليتوبونو کارونو اودخپلوکارونوپه وړاندې دپرتوستونزو په باب معلومات ورکړل.

دوى دغه رازدچارو دښه والي او له ستونزوڅخه دوتلو په مقصد خپلې طرحې نظريې او پيشنهادونه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست سره شريک کړل .

اوخپلې مهمې ستونزې يې دبودجې اوتشکيل کمښت اودغه راز دددغوبنسټونودفترونوته دمناسب ځاى نشتوالى بيان کړل.

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ددغه وزارت دفرهنګي برخې دمسوولينو کارونه او برياليتوبونه وستايل اوخرګنده يې کړه چې ټول دفرهنګي برخې دکارکوونکوپه توګه بايد دهېواد دفرهنګي حالت دښه والي په خاطر هلې ځلې وګړو.

هغه ټينګاروکړ چې په هېواد کې دفرهنګي حالت دښه والي او په دې برخه کې دستونزو دلرې کولو په خاطردقيق پروګرام جوړونې ، سم مديريت او دوامداروهلوځلو ته اړتيا ده.

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست له دغو رييسانوڅخه وغوښتل چې خپلې نظريې اوپيشنهادونه په ليکلي ډول چمتوکړي چې له هغو څخه په استفادې سره ښه پروګرامونه ترلاس لاندې ونيول شي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS