لوګر کې ۳۰ تنه ځوانان د ښې ویناوالۍ له یو میاشتني پروګرام څخه فارغ شول

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز د ښې ویناوالۍ له یو میاشتني پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، وویل: زموږ ځوانانو، له ښو استعدادونو څخه برخمن دي، چې د ورته روزنیزو برنامو له لارې کولای شي، خپل علم او پوهه تر نورو ورسوي.
ښاغلي صمیم زیاته کړه: دوی تر دې دمه شاوخوا ۴۰ علمي سیالۍ او روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي، چې دغه لړۍ به همداسې جاري وي.
په ورته وخت کې دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج د اسلام دین له نظره د ویناوالۍ او منبر د ارزښت په اړه مفصلې خبرې وکړې او ترڅنګ یې فارغ شویو ځوانانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د ویناوالي له ترلاسه کړي فن څخه په استفادې، کولای شئ د الله تعالی دین او علم تر نورو خلکو ورسوی.
د ویلو وړ ده، چې د ویناوالۍ دغه روزنیز پروګرام شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، چې د استاد عبیدالله صدیقي په هلو ځلو په بریالیتوب پای ته ورسېد.
۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ. ق