لوګر کې له ملي راډیو تلویزیون او یوې خصوصي راډیو څخه لیدنه وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۳۲
....

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري د يوه پلاوي په ملتیا له ملي راډیو تلویزیون او یوې خصوصي راډیو څخه لیدنه وکړه.
د د یادو رسنيو مسؤلينو د خپلو لاسته راوړنو، فعاليتونو، پروګرامونو، ستونزو او د رسنیز ډګر د پراختیا په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړل، تر څنګ يې ډاډ ورکړ، چې لا هڅه کوي، ترڅو ټول پروګرامونه د ټولنې د مثبت بدلون او غوښتنې مطابق چمتو او وړاندې کړي، د دوی په وينا؛ دا مهال د ځوانانو فکري رغښت برخه کې رسنیو لپاره ښه فرصتونه شته، هڅه کوي چې له یادو فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري په لوګر کې د ټولو رسنیو او خبریالانو له هلو ځلو مننه وکړه او ويې ويل: رسنۍ په ټولنه تاثیرات لري، کولای شي د فکري یرغل پر وړاندې رغنده رول ولوبوي، همدا راز په ټولنه کې ناسم رواجونه شتون لري، چې د له منځه وړلو برخه کې یې د رسنیو رول ډېر اړین او ارزښتناکه دی.
 نوموړي د رسنیو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د رسنیو ملاتړ او ستونزو د حل برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

۱۴۴۷/۲/۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS