لوګر کې د ښوونيز مرکز له زده کــوونکــو د ازموينې اخیستنې لړۍ پيل شوه
تېره ورځ د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز له شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکو څخه د تدريس د دويمې مياشتې د ازموينې د اخیستلو لړۍ پيل شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو مدير ذبيح الله جواد وايي، په ښوونيز مرکز کې د انګليسي، کمپيوټر او خطاطۍ برخو کې له تېرو دوو میاشتو راهيسې د تدريس لړۍ پيل شوې وه، چې شاوخوا ۲۰۰ تنو ځوانانو ته پکې د زده کړو زمينه برابره شوې ده، چې دا مهال يې د تدريس د دويمې مياشتې ازموينې پيل شوې دي.
۱۴۴۴/۱۱/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۴ هـ ش
