لوګر کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیون  لومړنۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۰:۴۱
.....

لوګر کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسيون لومړۍ ناسته د اطلاعاتو او کلتور د رئيس په مشرۍ او اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع‌الله صمیم وویل: هغه اعلانات او شعارونه، چې زموږ د رسمي ژبو سره په ټکر کې وي او پردي کلمات او لغاتونه پکې کارول شوي وي او غیرمناسب انځورونه، چې د خلکو ذهنونه خرابوي د اصلاح په برخه کې به یې ګړندي ګامونه اوچت او پرځای به یې د اسلامي او افغاني کلتور سره مناسب کلمات او شعارونه ولیکل شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس زیاته کړه؛ د لوحو او تابلوګانو د اصلاح لپاره د رالېږل شوې کړنلارې د پلي کېدو برخه کې د اړوندو ادارو او بېلابېلو اصنافو د استازو همکاري اړینه ده، نوموړي ډاډ ورکړ چېې نږدې ورځو کې به یاد کمېسیون په ښار کې خپلې عملي چارې پیل کړي.
د اړوندو ادارو استازو د لوحو او تابلوګانو د اصلاح برخه کې، خپل نظرونه، وړاندیزونه شریک او د عملي چارو پروخت یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
۱۴۴۵/۵/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۰ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS