لوګر کې د سیرت النبي (ص) د سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۵
....

شنبه ( ۹ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خوښۍ ولسوالۍ کې د سیرت النبي(ص) د سیالۍ ۱۵ تنه مخکښ ګډونوال د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د خوښۍ ولسوالۍ د پوهنې آمر عبدالوحد زبیر د خوږ نبي کریم (ص) د سیرت او صورت مطالعې ته د ځوانانو هڅولو او نورو علمي برنامو برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له کړنو څخه د مننې ترڅنګ له ځوانانو او زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د معلوماتو د پراختیا په موخه د اسلامي فکر کتابونو مطالعې ته پوره وخت  ورکړي.

د فرمانونو د څارنې او نظارت آمر مفتي وحیدالله وهاج د سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته د مبارکی ترڅنګ وویل: هر ځوان او زده کوونکی باید هڅه وکړي، چې مطالعه د خپل ورځني ژوند لومړیتوب وګرځوي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست علمي پروګرامونو او سیالۍ کې دې په دومداره توګه ګډون وکړي.

یاده سیالۍ تېره اونۍ د ۲۰۰ تنه ځوانانو، د ښوونځیو او مدرسو د زده کوونکو ترمنځ د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خوښۍ ولسوالۍ په کچه ترسره شوې وه، چې لومړي مقام ته یو عراده بایسکل، دویم او دریم مقام ګټونکو ته مبایلونه، او پاتې نورومخکښو ګډونوالو ته کتابونه ډالۍ شول.

۱۴۰۳/۲/۲۹ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۱۸ ميلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS