لوګر کې د خبریالانو د خوندیتوب او همغږۍ ناسته وشوه

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۲۳:۱۶
لوګر کې د خبریالانو د خوندیتوب او همغږۍ ناسته وشوه

 

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خبریالانو سره د خوندیتوب او همغږۍ ناسته تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د ملي راډیو تلویزیون آمر، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست ویاند، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې استازو او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کې د اطلاعاتو آمر امین الله صفا په دې ولایت کې د رسنیو سرغړونې ته د رسېدنې کمېټې پر تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړ.
ور پسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس رفیع الله صمیم خبرې وکړې او ویې ویل، زموږ او ستاسو ګډ مسؤلیت دی، چې د اسلامي او افغاني کلتور د ودې لپاره کار وکړو او هغه پروګرامونه او خپرونې ټولنې ته وړاندې کړو، چې ولس یې غواړي او ځوانانو ته مثبت او ښه انګېزه ورکوي.
ورته مهال د ملي راډیو تلویزیون، او ملي پيوند راډیو، مسؤلینو په خپلو خبرو کې د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې  کمېټې پر جوړېدو خوښي څرګند کړه او ترڅنګ یې ډاډ ورکړ، چې خپل پروګرامونه او خپرونې به د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره چمتو کوي.

۱۴۴۵/۱/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۲ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS