.لوګر کې د امارت پېژندنې سیالۍ جوړه شوه
شنبه ( ۲۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په دی ولایت کې د ښوونځیو او مدرسو ۴۰۰ تنه زده کوونکو ترمنځ د امارت پېژندنې کتاب سیالۍ جوړه شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم وویل: ياده سیالۍ په لوګر ولايت کې د دیني مدرسو او ښوونځیو ۴۰۰ تنه زده کوونکو ترمنځ جوړه شوې وه، چې موخه یې د ځوانانو د معلوماتو پراختیا او د دوی ترمنځ د مطالعې دود ته پیاوړتيا ورکول دي.
د یادې سیالۍ څو تنو ګډونوالو ورته آزموینې د ځوان قشر د فکري رغښت او ويښتابه برخه کې اغیزناکې بولي او غوښتنه کوي، چې نورې سیالۍ دې هم جوړې شي.
۱۴۰۳/۳/۱۲ هـ ل
۲۰۲۴/۶/۱ میلادي
