لوګر د فرهنګي ميراثونو، لرغونو سيمو او نامتو شخصيتونو له پلوه بډای ولايت دی
يادې څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزیزي، لوګر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د فرهنګي ميراثونو په تړاو يوه ورځنۍ معلوماتي غونډه کې وکړې.
د یادې غونډې په پیل کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم د ولایت په کچه د فرهنګي میراثونو، کلتور او ادب، همدارنګه د دې ریاست اړوند برخو معلومات وړاندې کړل او د یو شمېر لرغونو سیمو د ترمیم او نورو لومړیتوبونو په هکله وړاندیزونو او غوښتنو له معین صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې د موزیم عمومي مدیر لخوا د لوګر د ولایتي موزیم او د محمدآغې ولسوالۍ د سیمه يیز موزیم د جوړولو برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل، لوګر د فرهنګي میراثونو، لرغوني کلتور، لرغونو سیمو او مشهورو شخصیتونو له پلوه بډای ولایت دی او د هېواد د تاریخ او ویاړونو لویه برخه جوړوي، موږ مکلف یو چې د لرغونو سیمو د ساتنې او بیارغونې ترڅنګ د خپلو اتلانو له سرښندنو او قهرمانیو یادونې وکړو او ټول په ګډه یادو برخو کې خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړو.
هغه همدا راز ډاډ ورکړ، هغه لرغوني آبدات او تاریخي ځایونه، چې بیارغونې ته اړتیا لري د رغولو هڅې به يې وکړو او د لوګر ولایتي موزیم او د محمدآغې سيمه ييز موزیم د جوړلو طرحې باندې هم کار روان دی.
۱۴۴۴/۸/۲۰ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۲ هـ ش
