لومړي ځل لپاره د لوګر محلي موزیم آثار برېښنايي (ډیجیټل) شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۱۶
..

د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: د لومړي ځل لپاره په محلي موزیم کې موجود آثار په برېښنايي (ډیجیټل) او درې بعدي ډول سکین شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د محلي موزیم مدیر په وينا؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هدایت په اساس او د ESAO موسسې په همکارۍ څه باندې ۹۰ قلمه تاریخي او فرهنګي آثار برېښنايي او په درې بعدي ډول سکین شول.
د موزیم مدیر زیاته کړه؛ د دغو اثارو له برېښنايي کولو څخه موخه د تاریخي او فرهنګي آثارو ساتنه ده.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر محلي موزیم کې اوس مهال له ملي موزیم سره ثبت ۱۰۹ قلمه بېلابېلو دورو پورې اړوند اثار موجود دي.

۱‍۴۴۷/۶/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۹
Background image

سالنګ ولسوالۍ کې د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او همکارو ادارو په همکارۍ چې په سالنګ ولسوالۍ کې د ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې يې اعلان او مخکښ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۶
Background image

سرپل کې د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ د لمانځنې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې ګڼ شمېر فرهنګيانو، د مطالعې مینه‌والو او ځوانانو ګډون  کړی و.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د هوکړه لیک ترڅنګ زده کړیالانو یاد رسټورانټ ته علمي سفر وکړ

چهارشنبه د (۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۱۹مه) نېټه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ. . .

BACK TO NEWS