له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه تنه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۲۷
...

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز له درې میاشتنيو کمپیوټر او انګلیسي ژبو ټولګیو څخه ۵۵ تنه ځوانان فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د ځوانانو د اهمیت او رول په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: اوس مهال له بل هروخته د ځوانانو ظرفیت لوړونې لپاره غوره شرایط برابر شوي دي، اسلامي امارت د ځوانانو دیني او عصري علومو زده کړو په برخو کې پوره هلې ځلې کوي، ترڅو په راتلونکي کې د ټولنې په ټولو برخو کې تقوا لرونکی او مسلکي نسل خدمت وکړي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر وویل: د یاد ښوونیز مرکز دا څلورمه دوره فراغت غونډه ده، چې لسګونه تنه زده کوونکي د کمپیوټر او انګلیسي ژبې له دریو میاشتنیو ټولګیو څخه فارغ او د فراغت سندونه ترلاسه کوي.
ورته مهال فارغ شويو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د زده کړو په برخه کې له دغو اسانتیاوو برابرولو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دریو میاشتو په لړ کې مو وکولای شول، چې د کمپیوټر بېلابېل پروګرامونه او د انګلیسي ژبې په برخه کې زده کړې وکړو، له ترلاسه کړو زده کړو څخه به په ښه توګه استفاده وکړو.

۱۴۴۷/۶/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS