له ثمر فرهنګي دفتر څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۲:۵۷

شنبه ( ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله امیري کوچني پامیر ته د سفر په ترڅ کې د ثمر فرهنګي دفتر له ساحوي مسؤل جمعه ګل پیمان سره وکتل او د ثمر فرهنګي دفتر د فعالیتونو په اړه یې خبرې وکړې، ياد فرهنګي دفتر د واخاني ژبې، ادبیاتو او د هغې د رسم الخط په څیړنیزو څانګو کې د واخان ولسوالۍ په کیپ کوټ کلي کې فعالیت کوي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله امیري وویل:  د ثمر فرهنګي دفتر له اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام سره په همغږۍ د واخاني ژبې افسانوي کتابونو، د ماشومانو کتابونو او د واخاني ژبې رسم الخط ته د ودې ورکولو په ډګر کې فعالیت او کار کوي.
د فرهنګ او هنر آمر محمد عارف فاروقي وايي: د ثمر موسسې چارې له لسو کلونو راهیسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام په ھمغږۍ روانې دي او د واخان د کليو په کچه د خلکو فرهنګ ته د ودې ورکولو لپاره د واخاني ژبې د کلمو د راټولولو او جوړولو په اړه پراخې څېړنې کوي.
د یاد دفتر ساحوی مسؤل جمعه ګل پیمان وویل: د اصلي کلتورونو د څیړنې په څانګه کې د ذکر شویو فعالیتونو سربیره يې ماشومانو ته د څو ټولګیو چمتوالی نیولی، ترڅو ماشومان په هڅونې او خلاص ذهن سره اماراتي ښوونځیو ته داخل شي.

۱۴۰۳/۴/۱۷ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۷ ميلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS