لغمـان کې د ژورنالیستانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
نن (۱۴۴۵/۲/۲۸ هـ ق) په لغمان ولایت کې د ژورنالیستانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه، چې پکې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د ولایت د مقام ویاند، د اطلاعاتو آمر، د ملي راډیو تلویزیون آمر او نورو د بېلابېلو خصوصي رسنیو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي په لغمان کې د رسنیو د وضعیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دا مهال په لغمان کې رسنیز وضعیت ښه دی. د ژورنالیستانو غوښتنو ته پر وخت رسېدنه شوې ده او په دې برخه کې به لا هڅې وکړو.
ورپسې د اطلاعاتو آمر عتیق الله قریشي په خپلو خبرو کې ژورنالیستانو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د چمتو شویو کارتونو د وېش په اړه معلومات وړاندې کړل او همدا راز یې د ولایتي ادارو د مطبوعاتو له مسؤلینو سره د خبر رسونې په برخه کې پر ښې همغږۍ ټینګار وکړ.
۱۴۴۵/۲/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۲ هـ ش
