لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۲۰:۲۱
…

دوشنبه (۲ د شعبان ۱۴۴۵) لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو مسؤلینو ته له ښه راغلاست وروسته وویل: خوښ یم چې یو ځل بیا تاسو سره ګورم، د ناستې موخه همغږي او د خپرونو په موخه نظریات شریکول دي، موږ ستاسو د فعالیتونو ستاینه کوو.

ښاغلي رسولي زیاته کړه؛ رسنۍ دې کوشش وکړي د هېواد په تاریخي ورځو، د مجاهدینو په قربانیو او اسلامي شریعت ته په کتو خپرونې جوړې کړي، نوموړي همداراز د رسنیو له مسؤلینو وغوښتل چې د دلوې د ۲۶ مې نېټې په پار هم ځانګړي راپورونه او مرکې جوړې کړي.

 د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې وخت پر وخت ورسره د همغږۍ ناستې جوړوي، دوی وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټولو غوښتنو او سپارښتنو ته به پاملرنه کوي، همداراز یې خپلې یو شمېر غوښتنې د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره شریکې کړې چې د حل ډاډ یې ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS