لغمان کې د خبریالانو سره د همغږۍ میاشتنۍ ناسته تر سره شوه
تېره ورځ ( ۱۷رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازو او اړوندو محلي او د دولتي رسنیو مسؤلینو ، خبریالانو او د ولایت مطبوعاتو مسؤل صفت الله فطرت دغې غونډه کې ګډون کړی وو.
پیل کې د ولایت د مطبوعاتو مسول صفت الله فطرت وویل؛ رسنۍ دې خپل فعالیتونه د الله د اسلامي ارزښتونو د بقا او نظام د پرمختګ په موخه ترسره کړي، هرې کړنې او خبر ته باید د عمل جامه واغوندي، په اخلاص او صداقت سره دې کار وکړي ترڅو الله تعالی او نظامي مسؤلین دواړه خوشحاله شي.
همدارنګه د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي وویل؛ دلته رسنیز فعالیتونه په ښه وضعیت کې دي، خبریالان وخت پر وخت پر مهمو موضوعاتو راپورونه جوړوي او د رسنیزو فعالیتونو لپاره ورته ښه زمینه برابره ده.
