لغمان کې د تیاتر ممثلینو او ټولنيزو رسنيو کاروونکو سره لیدنه وشوه
د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي د دې ولايت د تیاتر ممثلینو او د ټولنيزو رسنيو له کاروونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ښاغلي رسولي وویل: تیاتر او ټولنیزې رسنۍ نن سبا د پیغام رسولو ترټولو چټکې وسیلې دي، د دې رسنیو کاروونکي باید د اسلامي نظام د حکمونو سره سم د ټولنې د ناخوالو او نیمګړتیاو اړوند داسې پروګرامونه جوړکړي، ترڅو ولس کې د عامه پوهاوي کچه زیاته کړي او اسلامي احکام ترخلکو ورسوي، اوسنۍ زمانه کې مذهبي، فرهنګي، ټولنیز او سیاسي یرغلونه ترډیره د ټولنیزو رسنیو له لارې مخ ته ځي، د رسنیو کاروونکي باید د خپل مذهب، فرهنګ او ټولنیز کلتور د دفاع لپاره له خپلو ټولنیزو پاڼو ګټور پیغامونه خپاره کړي
ګډونوالو په نوبت سره خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د اطلاعاتو او کلتوری رئیس لخوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو او وې ویل: د ستونزو د حل لپاره به ورته لازمې لارې چارې ولټوي.
۱۴۴۷/۱/۲۷ هـ ق
