لغمان کې د امام ابوحنيفه رح په ننګه د سیالی پايلې اعلان شوې

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۰:۲۳
...

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او الصارم فکري او کلتوري ادارې له لوري په قرغيو ولسوالۍ کې د شاوخوا ۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د امام ابوحنیفه رح په ننګه سيالي ترسره شوې وه، چې پايلې يې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او غوره ګډونوال يې د ډاليو په ورکولو سره ونازول شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي غونډې ته د وينا پر مهال وویل: ددې سیالیو موخه د ځوانانو فکري اصلاح، روزنه، تعلیمي سویه لوړول او ترڅنګ یې ځوانان مطالعې ته تشویقول دي.
نوموړي همداراز د اسلامي نظام په ګټو، ارزښت او د امارتي مشرانو په قربانیو خبرې وکړې، او زیاته یې کړه؛ اسلامي امارت د ولس د ښېرازۍ، فکري اصلاح او پرمختګ لپاره په پراخه کچه هڅې پیل کړي، ترڅو اسلامي نظام حاکم او ولس خوندي وساتل شي.
 د يادې ولسوالۍ د معارف آمر د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو د اصلاح په خاطر دا ډول برنامې جوړوي، تر څنګ یې د داسې پروګرامونو په ارزښت هم مفصلې خبرې وکړې.
په پای کې مخکښ ګډونوال په ډالیو ونازول شول، لومړي او دوهم مقام ګټوونکو ته لپټاپ کمپیوټرونه، دریم مقام ګټونکي ته ساعت او په پرلپسې توګه تر ۱۴۰ ګډونوالو پورې جایزې ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۰۸/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۸ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS