لغمان کې د اصالت کلتوري مؤسسې پرانېستغونډه ترسره شوه
چهارشنبه (2۵ شعبان 1445) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د اصالت کلتوري مؤسسې پرانېست غونډه ترسره شوه،چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي،د اصالت کلتوري موسسې رئيس استاد مهربان،د لغمان پوهنتون استادانو، علماوو، فرهنګیانو، محصلینو او ګڼ شمیر ځوانانو پکې ګډون کړی وو.
د لغمان د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وويل: د اسلامي امارات د راتګ څخه را په دیخوا په کلتور، اقتصاد، زراعت او داسې نورو برخو کې ډېر پرمختګونه شوي دي، هغه زیاته کړه چې کلتوري ټولنې زموږ د کلتور د پرمختګ لپاره جوړېږی، د نوموړي په وينا؛ هیڅوک نشي کولای چې په موږ پردی کلتور تطبيق کړي.
د اصالت کلتوري ټولنې مشر استاد مهربان د اطلاعاتو کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې خپل امکانات يې د دوی په واک کې ورکړي، ښاغلي مهربان د یادې ټولنې موخه د وطن ځوانان په اسلامې روحیه روزل ځوانان د خپل دین او وطن له تاریخ سره بلدول، د وطن زلمیانو ته د ژوند په هره برخه کې اړین مهارت او تجربې لېږدول وبلل.
د يادونې وړ ده چې د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې له دې وړاندې هم دغه ډول غونډې شوې دي، یاد ریاست یی تل د داسې غونډو هر کلی کوي، او تل ېې دروازه د دوی پر مخ خلاصه ده.
