لغمان کې د «سمسور لغمان» کلنۍ دودیزه پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه
تیره ورځ د لغمان د د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د «سمسور لغمان» په نوم دوديزه کلنۍ مشاعره د الينګار سيند تر څنګ ترسره شوه.
ياده مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتيق الله عزيزي په ګډون د لغمان د ولايتي ادارې چارواکو، د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤولينو، فرهنګپالو، شاعرانو، ژورنالستانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی وو.
پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د مشاعرې ټولو راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د علم او فرهنګ ټاټوبي، د غازیانو او د جهاد د اتلانو کور نن د شاعرانو کوربه دی، ددې ترڅنګ یې د یادې سیمې له مخورو او ځوانانو مننه وکړه چې د مشاعرې په جوړښت کې یې ورسره ههکاري کړې ده.
رسولي همدا راز وویل لغمان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د فتوحاتو د لړۍ پیل له همدې ځایه شوی دی او اوس په ټول هیواد کې اسلامي نظام شتون لري، هغه پر شاعرانو ږغ وکړ چې د اسلامي نظام د بقاء په پار داسې شعرونه جوړ کړي، ترڅو د هیوادنۍ مینې ترڅنګ په کې ملي ارزښتونه نغښتي وي.
یاده مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستيال مولوي عتیق الله عزیزي په خپلو خبرو کې وویل دغه ډول مشاعرې د ځوانانو په فکري روزنه کې مثبت رول او د یو مکتب حیثیت لري، ځکه د نوي نسل په روزلو او بیداره کولو کې ګتورې دي.
نوموړي د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست سربیره د الینګار د نورې سیمې له مخورو مشرانو او ځوانانو مننه وکړه چـې په داسې یو ښه ماحول کې یې د مشاعرې په جوړولو کې همکاري کړې، د الینګار د سیند مستې څپې یو شاعرانه ځای دی.
مشاعرې د شپې تر دولسو بجو دوام وکړ، چې بېلابېلو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.
۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۶ هـ ش
