لغمان پوهنتون د ژورنالیزم څانګې زده کوونکوته د عملي ژورنالېزم د زده کړو دوره پای ته ورسیده
تېره ورځ د لغمان ولايت د ژورنالېستانو د ملي اتحادیې له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په ګډه همکارۍ د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم څانګې ۱۶ تنو زده کوونکو ته د عملي ژورنالېزم د زده کړو یو میاشتنۍ دوره پای ته ورسیده.
په دې اړه د ژورنالېستانو د ملي اتحاديې ولایتي مسؤل عتیق الله قریشي وویل: چې د یوې میاشتې په موده کې يې د پوهنتون د وروستي کال ۱۶ تنو زده کوونکو ته د خبریالۍ عملي زده کړې ورکړې، هغوی ته یې د ژورنالېزم په بیلابیلو برخو کې معلومات ورکړل.
د پوهنتون د اداري معاون او ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رئیس له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ژورنالېستانو ملي اتحاديې دا هڅې وستایل شوې، نوموړي وویل چې په راتلوونکي کې هم باید داسې پروګرامونه په لاره واچول شي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: موږ هڅې کوو چې په لغمان کې له پوهنتون څخه د ژورنالیزم تازه فارغو شویو زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړو.
۱۴۴۵/۴/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۹ هـ ش
