لغمان اطلاعاتو او کلتور رياست کې ۳۵۰ تنو ته د وړيا زده کړو پروګرام پيل شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۲:۱۳
....

تیره ورځ د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز کې ۳۵۰ تنو ځوانانو ته د کمپيوټر، ژبو او خطاطۍ په برخه کې د وړيا زده کړو ورکولو پروګرام پيل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد له لوري ياد ولايت ته د خپل سفر پر مهال پرانیستل شوی و، چې نن پکې عملاً د زده کړو لړۍ پيل شوه.
په ياد مرکز کې به ځوانانو ته د کمپيوټر او خطاطۍ هنر ترڅنګ د عربي او انګليسي ژبې زده کړې د مسلکي استادانو له لوري ورکول کيږي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي وايي، له ياد ښوونيز پروګرام څخه يې هدف ځوانان د علم حاصلولو خواته تشويقول دي، ترڅو د علم حاصلولو له لارې د وطن د خدمت مصدر وګرځي.
بل لور ته ځوانانو د خپلو علمي سوېو په لوړولو کې دا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري یو ستر او مثبت اقدام وباله، هغوی وویل دلته ډیر ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، له دې وروسته به یې یاد ښوونیز مرکز کې دا ستونزې حل شي.

۱۴۴۴/۹/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۱۴ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS