لعلپورې ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۳
..

د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني په مشرۍ له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني ځوانانو ته په خطاب کې وویل: د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د هېواد د آبادۍ او د ټولنې د سمون لپاره د پردیو رسنیو د غلطو تبلیغاتو پر وړاندې مبارزې ته جدي پاملرنه وکړئ، ښاغلي نوراني ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت د ځوانانو د ستونزو حل په موخه له شته امکاناتو څخه کار اخلي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر او د لعلپورې ولسوالۍ د ځوانانو مسؤل د ځوانانو پر مسؤلیتونو، شته ستونزو او د حل پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان د ټولنې د ملا د تېر حیثیت لري او هر ځوان ته په کار ده، چې د هېواد د آبادۍ، د نظام د ساتنې او پیاوړتیا، د پردیو مغرضو رسنیو د ناسمو تبلیغاتو مخنیوي لپاره په خپلو کلیو او بانډو کې خلکو ته عامه پوهاوی وکړي.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ ځوانانو خپل وړاندېزونه او ستونزې د مسؤلینو سره شریکې کړې او ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوې برابرولو غوښتوونکي شول.
۱۴۴۷/۶/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS