لسګونه قلمه فرهنګي او هنري آثار د کورنیو محصولاتو او تولیداتو درې ورځني نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول
د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت د مشهورو هنرمندانو لسګونه قلمه فرهنګي او هنري آثار د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دری ورځنۍ نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د هنرمندانو د اثارو پیژندنو په موخه دغه ډول نندارتونونه ګټور وبلل او ويې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنرمندانو پوره ملاتړ کوي، په نندارتون کې د هېواد مشهور خطاط استاد محفوظ سیدخیلي، استاد فریدون فروتن او د دې ریاست د نګارستان لسګونه اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
همدا راز نندارتون ته راغليو یو شمیر نندارچيانو د یاد نندارتون جوړولو څخه خوښی څرګنده کړه او د دا ډول پروګرامونو د ډېرولو غوښتونکي شول.
۱۴۴۶/۱۲/۲۸ هـ ق
