فیروز کوه موسسه د هنري او فرهنګي بنسټونو په برخه کې خپله همکاري پراخوي

rahim_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۱۲
Kabul province


پنجشنبه (۲۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د فیروز کوه موسسې رئیس ښاغلي هري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په ياده لیدنه کې د فیروز کوه موسسې رئیس هري د یادې موسسې له لوري په کابل او بامیان ولایت کې د روانو پروژو د فعالیتونو او ستونزو په تړاو معلومات وړاندې کړل او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د فیروز کوه موسسې د فعالیوتونو او پلانونو ارزونې تر څنګ لازمې مشورې ورکړې او زیاته یې کړه، د فیروز کوه موسسه په افغانستان کې تاریخي مثبت شالید لري او د افغانستان د خلکو د فرهنګي ارزښتونو او اړتیاوو په رڼا کې خدمتونه ترسره کوي، اوس د دې وخت دی،چې نوموړی بنسټ نور هم خپل خدمات او پروژې پیاوړي او زیاتې کړي.

 د فیروز کوه موسسې رئيس وویل: دوي به په روان کال کې ګڼې هنري او فرهنګي هڅې پیل کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ به د برنامو او پلانونو  په غښتلتیا او تجهیز کې لازمې همکارۍ وکړي.


۲۰۲۴/۵/۲ ميلادي 
۱۴۰۳/۲/۱۳ ھ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS