فراه کې له وړيا ښوونيز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول
د فراه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا ښوونيز مرکز څخه په شپږم پړاو کې ۳۴ تنه ځوانان د کمپيوټر زده کړو له ۶ مياشتنۍ دورې او وروستۍ ازموينې وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
يادو مراسمو ته د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت آمر وويل: په هېواد باندې د لویدیځ له یرغل سره سم د ځوانانو فکرونه بې ګټو کړنو ته اوښتي وو، خو د ا.ا.ا په راتګ سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د عصري زده کړې لپاره ځانګړی بنسټ کیښودل شو او ځوانان د عصري علومو زده کړې او نوښتونو رامنځته کولو ته هڅول شوي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحي سباوون وویل: د ا.ا.ا له بيا واکمنۍ سره په دغه ولایت کې ځوانانو ته د زده کړې او روزنې غوره فرصتونه برابر شوي دي، نوموړي له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل چې له دغو فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي.
فارغو شویو ځوانانو د فراه ولایت مقام او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په وړیا ښوونيز مرکز کې د کمپیوټر، انګلیسي ژبې او خطاطي زده کړې وړيا کورسونه په دوامداره توګه جريان لري.
۱۴۴۶/۹/۲۴ ق
۱۴۰۴/۱/۴ ل
