فراه کې د ا.ا.ا. د بریا او خپلواکۍ دوهمه کلیزه ولمانځله شوه
د سه شنبې ورځ (١٤٤٥/١/٢٨) فراه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ا.ا.ا. د بریا او خپلواکۍ دوهمه کلیزه کې د دې ولایت والي ملا نور محمد روحاني، علماؤ شورا غړو، ګڼو رئیسانو، علماؤ، قومي مخورو، په سلګونو ځوانانو، خبریالانو، شاعرانو، نعت ویونکو، هنروالو، ملکي او نظامي مسؤلینو ګډون کړی وو.
فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس محمد عبدالحي "سباوون" د ناستې ګډونوالو ته د ا.ا.ا. د سترې بریا د دوهمې کلیزې د مبارکۍ او په ناسته کې له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ د ټولو شهیدانو توی شوې وینې او د مسؤلینو لاسته راوړنې وستایلې.
ښاغلي سباوون همدارنګه د ا.ا.ا. د لا پیاوړتیا، پرمختګ او تلپاتې کېدو په موخه د ولسي وګړو پر ملاتړ ټینګار وکړ او دوی یې د ا.ا.ا. د حاکم نظام هر اړخیز ملاتړ ته را وبلل.
همدارنګه د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت آمر مولوي عبدالخالق روحاني وویل، ټول ولس په ځانګړې توګه ځوانانو د ا.ا.ا. د بریا او د هېواد د خپلواکۍ لپاره بې سارې قربانۍ ورکړې دي.
۱۴۴۵/۱/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۴ هـ ش
