فراشغان کې ځوانانو ته د وړیا زده کړو ښوونیز مرکز پرانیستل شو
د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو فراشغان ولسوالۍ کې ځوانانو ته د کمپیوټر زده کړو وړیا ښوونیز مرکز پرانیستل شو.
مسؤلینو وویل: ځوانانو ته د زده کړو برابرولو پروګرامونو په لړ کې یې د ځوانانو امریت تر چتر لاندې د فراشغان ولسوالۍ کې د کمپیوټر زدکړو وړیا ښوونیز مرکز پرانیسته او لس پایې کمپیوټرونه یې ورته وسپارل.
مسؤلینو زیاته کړه؛ هڅې کیږي چې د لغمان ولایت په ټولو ولسوالیو کې وړیا ښوونیز مرکزونه جوړ شي، ترڅو د وخت له اړتیا سره سم ځوانان په زده کړو سنبال شي.
دغه راز د فراشغان ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانانو د کمپیوټر زدکړو دغه ښوونیز مرکز پرانیستل لویه لاسته راوړنه وبلله او د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې مننه وکړه چې ددوی غږ یې واوریده او ستونزو ته یې رسیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په مرکز مهترلام کې هم د یاد ریاست لخوا د ځوانانو ښوونیز مرکز شته، چې شاوخوا ۳۰۰ تنه ځوانان پکې د کمپیوټر، انګلیسي، عربي او نورو برخو کې په وړیا زده کړو بوخت دي او ډیر ژر به نورو ولسوالیو کې هم داسې مرکزونه جوړ شي
۱۴۴۷/۸/۲۹ هـ ق
