فاریاب کې سلګونو تنو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۴
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت مسؤلین وايي، چې نږدې ۳۵۰ تنو ځوانانو ته د عربي ژبې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر پروګرامونو او خطاطي هنر په برخه کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښونیز مرکز په دغې دورې کې نږدې ۳۵۰ تنه ځوانان شامل شوي دي، چې په یادو څلور برخو کې به یې علمي او مسلکي ظرفیتونه لوړ شي.
د ځوانانو چارو آمر زیاته کړه، له یاد پروګرام څخه موخه د ځوانانو د ظرفیتونو او نوښتونو پیاوړتیا او د ټولنې روښان راتلونکي ته د ځوانانو چمتو کول دي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې ځوانانو ته په وړیا او لا غوره توګه ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز د دغې دورې زده کوونکو هم د زده کړو له کیفیت څخه پوره رضایت څرګند کړ.
۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS