فاریاب کې د مشاعرو د تنظیم قانون تشریح لپاره سیمینار جوړ شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۶:۲
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امیرالمؤمنین حفظه الله ۲۲ مه ګڼه فرمان چې د مشاعرو د تنظیم قانون په موخه صادر شوی دی، شاعرانو، لیکوالانو، ترانه ویوونکو او ادیبانو ته د سیمینار په ترڅ کې تشريح شو.
د سیمینار په پیل کې د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یاد قانون په هر اړخيزه توګه تشریح کړ او ویې ویل: په دې قانون کې د شعر، شاعرۍ، او د مشاعرو ترسره کولو په اړه دقیق او روښانه معلومات بیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلام مبارک دین شعر او شاعرۍ ته لوړ ارزښت او لوړ مقام ورکړی دی، په همدې موخه اړینه ده، چې شاعران د خپل شعر محتوا د دیني او ملي ارزښتونو په اساس برابره کړي.
همدارنګه د فاریاب ولایت د علماوو شورا استازي مولوي عبدالودود ارشد هم د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري شعر او ادب ته ارزښت ورکولو په اړه خبرې وکړې او د دغه قانون توشیح یې د شاعرانو ټولنې ته یو ګټور او مثبت ګام وباله.
د شاعرانو په استازولۍ حمیدالله بوتون حیدري خبرې وکړې او د دغه قانون له تصویب او توشیح څخه یې هرکلی وکړ.

۸/۲/۱۴۴۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۵۵
Background image

د خلکو فرهنګ

د خلکو فرهنګ ریاست له لوري په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د (ویژه‌نامه سمینار فرمان شماره ۱۷ امیرالمؤمنین (حفظه الله)، ویژه‌نامه فولکلور او ویژه‌نامه امام قتیبه بغلانی) د علمي، تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۴۸
Background image

ملي آرشیف

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي آرشیف د یوې نسب نامې ترڅنګ (۷۴۱) ټوکه کتابونه، (۲۳۲) خطونه، (۳۵۸) فرامین ډیجیټل کړې دي.
همدارنګه د (۸۳۰) ټوکو کتابونو، (۶۰) قطعې خطونه او (۴) فرامینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS