فاریاب کې د ( امام ابوحنیفه وپېژنئ) کتاب ازموینې پایلې اعلان شوې

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۵:۲۶
dcdc

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د البرز علمي او کلتوري ادارې د ( امام ابوحنیفه وپېژنئ) کتاب ازموینه کې چې ۳۰۰ تنه ځوانانو ګډون کړی وو، پایلې یې په ځانګړو مراسمو کې اعلان شوې او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
په دې مراسمو کې د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي مخکښو ګډون کوونکو ته مبارکي وویله او د دیني زده کړو او مطالعې د اهمیت په اړه یې وویل: د لویو دیني شخصیتونو فکرونه پېژندل د ځوانانو لپاره د لارښوونې څراغ دی؛ دا سیالي یوازې علمي رقابت نه وو، بلکې دا د فاریاب ځوانانو د دیني او کلتوري هویت پیاوړتیا لپاره یوه ګام بلل کېږي.  
د یادونې وړ ده، چې د اول مقام ګټونکي ته یو لپ‌ټاپ، دویم مقام ګټونکي ته یو سیټ موبایل،  درېیم مقام ګټونکي ته یو قرآن کریم او د څلورم مقام څخه تر پنځلس مقام پورې بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۸/۲۵ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۶ هـ. ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS