فاریاب کې د امارتي ادارو ویاندیویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د امارتي ادارو له ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمسالدین محمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دغې ناستې جوړولو څخه موخه د لاسته راوړنو خپرولو لپاره د لا ښې همغږۍ رامنځته کول، د اطلاع رسونې بهیر پیاوړی کول او د ادارو د فعالیتونو دقیق انعکاس یاد کړل.
ښاغلي محمدي د ویاندویانو په اهمیت او رول ټینګار وکړ او ویې ویل: د حکومت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ښه خپراوي په موخه د ادارو ترمنځ همغږي، رسنیو ته پر وخت اطلاع رسونه، د مسلکي ژورنالېزم اصولو مراعاتول او د اطلاعاتو او کلتور ریاست او نورو ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا اساسي اړتیا ده.
دغه راز د یو شمېر ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو د اطلاع رسونې د بهیر د ښه والي، ستونزو حل او وړاندیزونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو دغه اقدام مهم، ارزښتمند او د رسنیزو فعالیتونو د همغږۍ په برخه کې اغېزناک وباله او د لا زیاتې او دوامداره همکارۍ او همغږۍ ژمنه یې وکړه.
۱۴۴۷/۶/۱۵ هـ ق
