فارياب کې د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ پايلې اعلان شوې

rahim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۸:۵۸
Faryab province

چهارشنبه (۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دوه ورځې وړاندې  د ۲۵۰ تنو څخه د سيرت النبي ﷺ ازموينه اخستل شوې وه، چې نن يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پايلې اعلان کړې.

د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي شمس الدين محمدي وويل: د يادې سيالۍ څخه موخه د رسول الله ﷺ د سيرت سره د ځوانانو بلدتيا وه، د ځوانانو چارو آمريت هڅه کوي تر څو د ځوانانو د علمي ظرفيت لوړونې لپاره ګټور علمي پروګرامونه ترسره کړي.

په دې مراسمو کې د ولايت مقام، پوهنې او امرباالمعروف او نهی عن المنکر رياستونو استازو په خپل نوبت سره خبرې وکړې او ځوانان يې د تعليم، کسب او د رسول الله ﷺ سيرت مبارک زده کولو ته تشويق کړل.

د سيرت النبي ﷺ سيالۍ کې عبدالمبین د احمد فريد زوی د ۱۰۰ نمرو په ګټلو سره لومړی مقام، نصرت الله د محمد عیسی زوی د ۹۹ نمرو په ګټلو سره دوهم مقام او محمد رحماني د محمد اسحاق زوی د ۹۸ نمرو په ګټلو سره دريم مقام خپل کړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري تر اولسم مقام پورې نقدي او معنوي ډالۍ وويشل شوې.

۲۰۲۴/۵/۱ میلادي
۱۴۰۳/۲/۱۲ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS