فارياب کې د اکټېډ موسسې له ښوونيز مرکز څخه څارنه وشوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۴:۱۲
.....

تېره ورځ د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي او د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمبين فصيح د ياد رياست په مربوطاتو کې د اکټېډ موسسې له ښوونيز مرکز څخه څارنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي وويل: یاد ښوونيز مرکز د اکټېډ موسسې په مالي ملاتړ او د ځوانانو چارو آمريت په همغږۍ د ياد ولايت د ځوانانو د ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوی، چې پکې ۳۵۰ تنه ځوانان د انګليسي ژبې، کمپيوټر پروګرامینګ او اکاونټينګ برخو کې په زده کړو ترلاسه کولو بوخت دي.
د نوموړي په وينا؛ هغه شمېر ځوانان چې په خصوصي کورسونو کې د فيس د ورکړې توان نلري، ياد مرکز يې د ۹ مياشتنیو زده کړو په موخه جذبوي.
۱۴۴۵/۶/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۸ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS