غور کې له یو شمېر تاریخي سیمو لیدنه وشوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۹:۳۷
...

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د دې ولایت یارالله ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې له یو شمېر تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه او د یادو سیمو په ساتنې یې ټینګار وکړ.

ښاغلي زعیم د رحیم کلا، نوآباد، دره آسیاب او یو شمېر نورو تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه او ځايي خلکو ته یې د تاریخي میراثونو د ګټو په اړه معلومات ورکړل. 

نوموړي وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلين د هېواد له ټولو تاریخي سیمو څخه په پوره جدیت ساتنه کوي او له خلکو څخه هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتونکي دي.

د یادونې وړ ده، چې غور ولایت یو له هغه تاریخي ولایتونو څخه دی، چې د بېلابېلو تاريخي دورو ارزښتمنو تاریخي سیمو او آثارو ته یې په خپله غېږ کې ځای ورکړی دی.

۱۴۴۶/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS