غور کې له رسنيو او خبريالانو سره د خبريالانو د خونديتوب کميټې ناسته وشوه
سهشنبه (۱۸ د ذوالحجې ۱۴۴۵) غور ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همغږۍ له دولتي او خصوصي رسنيو او خبريالانو سره د خبريالانو د خونديتوب کميټې څلورمه ناسته وشوه.
د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم د رسنيو په ارزښت او رسنيزو کارونو خبرې وکړې او له خبريالانو او رسنيو څخه يې د ملاتړ کولو ډاډ ورکړ، نوموړي د خبريالانو د خونديتوب کميټې له فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: رسنيو او خبريالانو ته د اطلاعاتو ته د لاسرسي او همغږۍ په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شوې دي او هڅه کوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او محلي ادارې سره په همغږۍ دې برخو کې نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي.
همداراز د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل غلام رباني هدفمند، عدالت غږ راډيو مسؤل عبدالسلام صميم او د سرحد راډيو مسؤل سید معروف سيدي خبرې وکړې او د غور له محلي ادارې څخه يې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
۱۴۰۳/۴/۵ هـ ش
۲۰۲۴/۶/۲۵ میلادي
