غور کې د رسنيو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
چهارشنبه ( ۲۵ د شعبان ۱۴۴۵) د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
ناسته چې د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي عبدالحی زعيم په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د یاد ولايت د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو سره د اجنډا سره سم بحث وشو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعيم د خپلو خبرو په جريان کې د رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپرونو پرمهال دې هڅه وکړي، چې د ژورنالېزم له اصولو سره سم د لاسته راوړنو او د ټولنې د ستونزو په اړه خپرونې جوړې کړي.
د رسنيو او خبريالانو په استازيتوب ګل احمد خسرو او عبدالکريم مسلميار وويل: د رسنيو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډې له لاسته راوړنو ډکې وي او د دولتي ادارو او رسنيو تر منځ لا ښه همغږي رامنځته کوي.
