غزني کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو له لوري د رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حمیدالله نثار، د خبریالانو د خونديتوب کمېټې د زون مسؤل او د سيمه ييزو رسنیو مسؤلینو ګډون کړی و.
د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور رياست له دوامدار ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې د سيمه ييزو رسنیو د اقتصادي ستونزو حل لپاره لازمه همغږي رامنځته شي.
ملا حمیدالله نثار د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ یادونه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې د رسنیو ستونزو ته به د حل لارې لټوي او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ به لا زیاته همغږي رامنځته کړي.
۱۴۴۷/۱/۲۷ هـ ق
