غزني کې د باباجي جومات له بیارغونې وروسته پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي له لوري د غزني په زوړ ښار کې د مسلمانانو لومړنی تاریخي جومات چې د باباجي په نوم یادېږي، له بیارغونې وروسته پرانیستل شو.
د دغې پرانیستې پرمهال د دتاریخي آبداتو رئیس انجینر حسیب الله نسیمي، د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو، ګڼ شمېر علماوو، قومي مشرانو او فرهنګي شخصیتونو شتون درلود.
د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د باباجي تاریخي جومات د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عثمان (رضي الله عنه) په وخت کې د غزني په زاړه ښار کې په دوو پوړونو کې جوړ شوی و؛ ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې د تاریخي او مذهبي ځایونو ساتنه د اسلامي امارت ديني او فرهنګي مسؤلیت دی.
د هنر او فرهنګ معین صاحب په وینا؛ د باباجي تاریخي جومات د وزارت د رهبرۍ په هڅو او د آغا خان فرهنګي بنسټ په همکارۍ د تاریخي سبک او هنري جوړښت په ساتلو سره بیا ځلې ورغول شو.
د باباجي جومات د پروژې په اړه د آغا خان فرهنګي بنسټ مسؤل وویل: د دغې پروژې ټول لګښت ۱۵۰ زره امریکايي ډالر وو، چې د آغا خان فرهنګي بنسټ له لوري ورکړ شو او د بیا رغولو چارې یې په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شوې.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمید الله نثار په معیاري توګه د دغې پروژې د پلې کولو له امله د آغا خان فرهنګي بنسټ له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د یاد بنسټ له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د دغه ولایت د نورو تاریخي آبداتو په بیارغونه کې هم همکاري وکړي.
۱۴۴۷/۳/۱ هـ ق
