غزني کې درې تاريخي آبدې د بيارغونې په موخه سروې شوې

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۰:۳
….

سه‌شنبه (۱۶ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخي آبداتو رياست د مسلکي ټيم له لوري د غزني ولايت درې تاريخي آبدې د بيا رغونې په موخه سروې شوې.

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميد الله نثار وويل: د وزارت مقام په هدایت د تاريخي آبداتو رياست د مسلکي انجينرانو ټيم د ياد ولايت په مرکز کې د سلطان مسعود د مقبرې، د سردار تپې ساحه او په ده يک ولسوالۍ کې د سلطان شهاب الدين غوري د مقبرې د سروې په موخه رااستولي و، چې په مسلکي ډول يې د سروې کارونه پای ته ورسېدل، چې د زيانونو راپور يې برابر او د وزارت مقام سره به يې شريک کړي.

ښاغلي نثار د انجينرانو د ټيم کارونه وستايل او زياته يې کړه؛ د غزني د تاريخي آبداتو په بيارغولو سره به دې ولايت ته د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو توجه نوره هم زياته شي.

د نوموړي په وينا؛ د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د غزني د تاريخي ځايونو د ساتنې او بيارغونې لپاره هېڅ ډول مسلکي کار نه دی ترسره شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS