غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۲۰:۱۶
......

نن شنبه (۱۴۴۵/۲/۲۴ هـ ق) د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۴۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر پرګرامونو له زده کړې څخه فارغ شول.
په دې اړه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وایي: یادو زده کوونکو ۶ میاشتې د دغه ریاست په ښوونیز مرکز کې په وړیا توګه زده کړې ترسره کړې او نن یې د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
ښاغلی نثار زیاتوي، ځوانانو ته د زده کړې د لاښه فرصتونو د برابرولو په موخه، غواړي چې دا ډول وړیا ښوونیز مرکزونه، د غزني لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي. 
د دغه ریاست د مسؤلینو په خبره، د ا.ا.ا. له بریا څخه تر دې مهاله، له دغه ښوونیز مرکز څخه نږدې ۱۵۰۰ زده کوونکي په وړیا توګه فارغ شوي او همدا اوس هم په دغه مرکز کې څه باندې ۱۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د یادونې وړ ده، چې په غزني ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار او د مسلم روغتیایي علوم انستیتوت د مشر ډاکټر غني زوی تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک، لاسلیک شو، چې له مخې به یې بې وزله ځوانان د زده کړو لپاره ور پېژندل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS