علینګار ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالیو مخکښ ګډونوال وستايل شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۲:۲۱
لنزلت

د لغمان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د علینګار ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو سیمو د ښوونځیو او مدرسو له (۹۵۰) تنو زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې کتاب د علمي سیالۍ ازموینه اخیستې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په ډالیو ونازول شول.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د دې سیالیو موخه د ځوانانو فکري اصلاح، روزنه، تعلیمي سویه لوړول او ترڅنګ یې ځوانان مطالعې ته هڅول دي.

نوموړي همداراز د اسلامي نظام په ګټو، ارزښت او د امارتي مشرانو په قربانیو خبرې وکړې، او زیاته یې کړه؛ اسلامي امارت د ولس د ښېرازۍ، فکري اصلاح او پرمختګ لپاره په پراخه کچه هڅې پیل کړي، ترڅو په هره برخه کې اسلامي نظام حاکم او ولس خوندي وساتي.

بل لور ته په ازموینه کې برخه اخیستوونکو زده کوونکو دا ډول سیالۍ د فکري روزنې او تعلیمي سويې په لوړولو کې مهمې وبللې، هغوی وویل: امارت پیژندنه کتاب کې یې د امارت اړوند ډېر زیات معلومات ترلاسه کړل.

په پای کې مخکښ ګډونوال په ډالیو ونازول شول، لومړي او دوهم مقام ګټوونکو ته لپټاب کمپیوټرونه، دریم ته نغدي جایزه او په پرلپسې توکه تر ۱۵۰ ګډونوالو پورې جایزې ورکړل شوې.

 

۱۴۴۶/۶/۲۳ ھ ق

۱۴۰۳/۱۰/۵ ھ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۶:۷
Background image

غزني کې د دولتي ادارو د نشراتي مسوولینو او خبريالانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د خبریالانو او دولتي ادارو د نشراتي مسوولینو ترمنځ د همږغۍ ناسته وشوه.

یاده ناسته د اطلاعاتو او کلتور د رئیس ملا حمیدالله نثار په مشرۍ جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د مرکزي زون ولايتي ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه جوړه شوه

چهارشنبه( ۲۳ د جمادی الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري مرکز کابل کې د مرکزي زون له ولايتي ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۲:۲۱
Background image

علینګار ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالیو مخکښ ګډونوال وستايل شول

د لغمان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د علینګار ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو سیمو د ښوونځیو او مدرسو له (۹۵۰) تنو زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې کتاب د علمي سیالۍ ازموینه اخیستې وه، چې. . .

BACK TO NEWS