عبدالمنان شېوای شرق د ژوندانه په چاپېريال ساتنه کې د ميديوتيک بنسټ د هڅو هرکلى وکړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۵:۴۰
عبدالمنان شېوای شرق د ژوندانه په چاپېريال ساتنه کې د ميديوتيک بنسټ د هڅو هرکلى وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق نن د افغانستان د ميديوتيک بنسټ د ژوندانه چاپېريال ساتنې خبريالانو د شبکې له مسوولې او يوشمېر غړیو سره په کتنه کې د ژوندانه چاپېريال ساتنې په خاطر د دغه بنسټ د هڅو هرکلی وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان د ميديوتيک بنسټ د ژوندانه چاپېريال ساتنې د برخې استازې برين مهر د خپلو نورو همکارانو په استازيتوب د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ۳۰ دولتي او غير دولتي رسنيو خبريالان په رضاکارانه ډول له دغه بنسټ سره همکاري کوي.
هغې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو له معين څخه وغوښتل چې د فرهنګ جوړولو او د ژوندانه چاپېريال ساتنې په برخه کې د ميديوتيک له بنسټ سره همکاري وکړي او د دغه بنسټ په ملاتړ رسنۍ دې ته اړې کړي چې د خپلو خپرونو له لارې د ژوندانه چاپېريال ساتنې د ارزښت او د هوا د ککړتيا د مخنيوي په اړوند په خپلو پروګرامونو کې د ژوندانه چاپېريال ساتنې په تړاو پيغامونه خپاره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين د ژوندانه چاپېريال ساتنې په خاطر د یاد بنسټ د هڅو په هرکلي سره وويل: شین او سمسور چاپېریال د شین او سمسور فکر پایله ده، تر هغو چې خپل چاپېريال شين او سمسور نه کړو؛ نه شو کولاى سمسور فکر او اندېشې ته ورسېږو.
شېوای شرق له میدیوتیک بنسټ سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ او ژمنه يې وکړه چې د ژوندانه چاپېريال ساتنې د پيغامونو او د رسنيو له لارې د ژوندانه چاپېريال ساتنې په خاطر د ځانګړو پروګرامونو او پيغامونو د خپرولو په خاطر به د رسنيو له مسوولينو سره خبرې وکړي.
دغه راز هغه له یاد بنسټ سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګډو پروګرامونو د جوړولو او نورو همکاريو ډاډ ورکړ.

کابل/ د غبرګولي ١۲ مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS