شپږ رسانه يي شکايتونه او سرغړونې وڅېړل شوې.

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۳:۱۰
شپږ رسانه يي شکايتونه او سرغړونې وڅېړل شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير په مشرۍ نن د رسانه يي سرغړونو او شکايتونو د څېړنې کمېسيون غونډه وکړه .
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د شپږو رسانه يي سرغړونو او شکايتونو په اړه چې د يوشمېر دولتي او غير دولتي بنسټونو له خوا کمېسيون ته رسېدلې و، خبرې وشوې.
د کمېسيون غړو د رسانه يي سرغړونو او شکايتونو له څېړنې وروسته د کمېسيون د اصولو او صلاحيتونو له مخې د هر مورد په اړه لازمې پريکړې وکړې.
دغه راز د يوشمېر مواردو په اړه د شکايتونو اړونده لوري کمېسيون ته حاضر شول او خپل دليلونه او سندونه يې وړاندې کړل .
په همدې ترتيب د يوشمېر شکايتونو په اړه کمېسيون د شکايتونو له اړوندو لورو څخه د زياتو سندونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه .
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د رسانه يي سرغړونو او شکايتونو د څېړنې کمېسيون د کاري بهير په زيات ګړنديتوب او د سرغړونو او شکايتونو په څېړنه کې په زيات دقت ټينګار وکړ.

کابل/ د وري ٣٠ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS